د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران عدلیې حکومت مخالفینو ته د احتجاجونو نه کولو خبرداری ورکړی


د ۲۰۲۲ز کال په سېپتېمبر کې د ایراني پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني مړینې احتجاجونه پارولي ول ـ پخوانی انځور.
د ۲۰۲۲ز کال په سېپتېمبر کې د ایراني پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني مړینې احتجاجونه پارولي ول ـ پخوانی انځور.

د ایران عدليې یو ځل بیا د حکومت مخالفینو ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکې سېپټېمبر میاشت کې دې د مهسا امیني د تلین پر مهال سړکونو نه وروځي.

د عدلیې مرستیال مشر صادق رحیمي د اګست پر ۲۴مه خبریالانو ته وویل چې د ایران استخباراتي او امنیتي ادارې د مظاهرو اړوند ممکنه فعالیتونه په کلکه څاري او دا چې "هره هغه ډله چې په راتلونکو ورځو کې د ټولنیزو جوړښتونو د ګډوډولو هدف لري، که وپېژندل شي نو ادارو ته به وسپارل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د اګست په پیل کې د انقلاب ساتونکي ځواک قومندان حسين سلامي اشاره ورکړې وه چې د اميني د لومړي تلين پر موقع د ممکنه ناارامۍ د مخنيوي تیاری نیسي.

۲۲ کلنه مهسا اميني د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې د ایران د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب د قانون د سرغړونې په تور نيولې وه چې وروسته د هغوی په حراست کې مړه شوه.

د هغې کورنۍ وايي چې امیني د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې خو د ایران حکومت ویلي ول چې هغې د زړه حملې له وجې سا ورکړې وه.

د سېپټېمبر پر ۱۶مه د نوموړې له مړينې وروسته په ايران کې پراخې مظاهرې شوې وې چې د کال تر پایه پورې روانې وې.

د ايران پر امنيتي ځواکونو په سختۍ د مظاهرو د ځپلو له وجې شديد تنقيد شوی وو چې پکې ويل کېږي تر ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي او ګڼ نور زخميان شوي ول.

د مې پر ۱۷مه د ایران عدلیې اعلان وکړ چې ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه يي شاوخوا ۹۰،۰۰۰ احتجاج کوونکي بښلي دي.

XS
SM
MD
LG