د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان درېیمه یو ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان ته په ۵۹ منډو ماتې ورکړه


پاکستانۍ لوبډله د اګست پر ۲۶مه تر بریا وروسته.
پاکستانۍ لوبډله د اګست پر ۲۶مه تر بریا وروسته.

پاکستان په وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په ۵۹ منډو په ماتې ورکولو د لوبلړۍ درېواړه سیالۍ ګټلې دي.

د اګست پر ۲۶مه د کولمبو په ار پرېمادېسا لوبغالي کې لومړی بیټېنګ پاکستان وکړ او په ۵۰ اوورونو کې یې د اتو وېکټو په زیان ۲۶۸ منډې جوړې کړې. د پاکستان توپوهنه (بیټېنګ) تر ۳۰ اوورونو پورې خورا ورو وه خو تر هغې وروسته یې په چټکۍ منډې جوړول پیل کړل.

د پاکستان محمد رضوان ۶۷، بابر اعظم ۶۰ او سلمان علي اغا ۳۸ منډې جوړې کړې او د افغانستان ګلبدین نایب او فرید احمد دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د افغان لوبډلې توپوهنه هغه وخت له مشکل سره مخامخ شوه چې په شپږم اوور کې رحمان الله ګربز او بیا په ۱۰م اوور کې ابراهیم ځدراڼ وسوځېدل.

تر هغې وروسته ریاض حسن او حشمت الله شهیدي بیټېنګ ته دوام ورکړ خو د منډو جوړولو رفتار یې خورا ورو وو. حسن او شهیدي په ۲۱م او ګلبدین نایب په ۲۲م اوور کې وسوځېدل چې ورسره سم افغان لوبډله لا د ستونزو ښکار شوه.

تر ۴۰م اوور پورې د افغان لوبډلې اته وېکټې پرېوتې وې خو د مجیب الرحمان په راتګ توپوهنه چټکه شوه او هغه نه یوازې د راشد خان د تر ټولو چټکو ۵۰ منډو وهلو رېکارډ مات کړ بلکې د افغان لوبډلې پوزیشن یې هم تر ډېره بریده باثباته کړ. البته هغه د یو توپوهلو پر مهال خپله وېکټه ووهله او په ۶۴ منډو وسوځېد.

افغان لوبډله په ۴۹م اوور کې د ۲۰۹ منډو په جوړولو وسوځېده او سیالي یې وبایلله. د پاکستان شاداب خان درې او شاهین شاه اپرېدي او فهیم اشرف دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

تر دې مخکې د اګست پر ۲۴مه د پاکستان لوبډلې په دویمه ۵۰ اووره سیالۍ کې افغانستان ته په یوه وېکټه او اګست پر ۲۲مه یې په ۱۴۲ منډو ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG