د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا دفاع وزیر ۲ کاله مخکې د کابل هوایي ډګر دروازه کې د خونړي برید یادونه کړې


 د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۲۶مه په کابل کې له هوايي ډګره ګڼ کسان له هېواده د وتلو لپاره ورټول شوي دي.
د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۲۶مه په کابل کې له هوايي ډګره ګڼ کسان له هېواده د وتلو لپاره ورټول شوي دي.

د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن دوه کاله اګاهو د کابل د هوايي ډګر دباندې د هغه "وحشتناکه ترهګر برید" یادونه کړې چې پکې د امریکایانو په ګډون ګڼ افغانان وژل شوي ول.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۲۶مې برید د کابل نړیوال هوايي ډګر په ایبي وره کې شوی وو. دا په داسې حال کې وه چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ۱۱ ورځې وروسته او له هېواده په بیړه او نامنظمه توګه د امريکايي او بهرنيو سرتېرو د وتلو بهیر پر مهال هلته په زرګونو کسان ورټول شوي ول.

هغه مهال امريکايي پوځیانو په بیړۍ ځینې افغانان او بهرنيان له هېواده بهیر لېږدول. له هغو څخه یې زیاترو کسانو له امریکا او د نورو هېوادونو له پوځیانو او بهرنیو ادارو سره کار کړی وو او وېرېدل چې طالبان به ورڅخه غچ واخلي. د هغې حملې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې منلې وه.

اسټن په یوه بیان کې وویل چې دوه کاله وړاندې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د ایبي په دروازه کې په "یوه وحشتناکه ترهګره حمله کې ۱۳ زوړور امریکایي اتلان" او شاوخوا ۱۷۰ افغانان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG