د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازبکستانی پلاوی کابل کې له طالب چارواکو سره خبرې کوي


ازبکستان له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري خو حکومت ورله په رسمیت نه پېژني ـ پخوانی انځور.
ازبکستان له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري خو حکومت ورله په رسمیت نه پېژني ـ پخوانی انځور.

د ازبکستان د حکومت یو پلاوی له طالب چارواکو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته رسېدلی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د اګست پر ۲۶مه پر اېکس، چې پخواني نوم يې ټوېټر وو، لیکلي چې د هغه ۳۰ کسیز پلاوي مشري د ازبکستان د سوداګرۍ وزارت لومړی مرستیال ناظم خان خالمرادوف کوي.

اژانس زیاتوي، پلاوی د دوه ورځني سفر په ترڅ کې د افغانستان او ازبکستان د اقتصادي او سوادګریزو اړیکو پر پراختیا او نورو اړوند موضوعاتو خبرې کوي.

ازبکستان له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري خو د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر يې لا هم د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله اېرګاشېف په ۲۰۲۲ز کال کې ویلي ول چې له طالبانو سره تعامل یې د حکومت په رسمیت د پېژندلو معنا نه لري.

XS
SM
MD
LG