ملګرو ملتونو تایید کړې چې تېر کال (۲۰۲۲ز) پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې تر ۹،۵۰۰ زیات اوکرایني ولسي وګړي وژل شوي دي.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین بریدونه پیل کړي ول.
ملګري ملتونه وايي، پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل په ترڅ کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې ټوله شمېره ۲۶،۷۱۷ ده چې پکې د وژل شویو شمېر ۹،۵۱۱ او د ژوبلو هغه ۱۷،۲۰۶ دی.
په اوکراین کې د ملګرو ملتونو څارونکې ډله وايي، د روان کال د اګست میاشتې د لومړۍ او ۲۷مې نېټې په مينځ کې په بریدونو کې ۵۸۵ ولسي وګړي وژل شوي چې پکې ماشومان هم شامل دي.
ملګري ملتونه وايي، ګومان کېږي چې د مرګژوبلې شمېره به تر دې لوړه وي ځکه چې له ځینو هغو سیمو چې لا هم پکې درنه جګړه روانه ده، معلومات تر اوسه نه دي رارسېدلي چېرته چې د تلفاتو د نورو شمېرو تاییدېدل لا پاتې دي.