د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات پولیسو پر یو بل خبریال مقدمه لیکلې ده


امجد علي سحاب په سوات کې د ازادۍ په نامه د سیمه ایزې ورځپاڼې اېډیټر دی ـ پخوانی انځور.
امجد علي سحاب په سوات کې د ازادۍ په نامه د سیمه ایزې ورځپاڼې اېډیټر دی ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د سوات پولیسو د یو بل خبریال امجد علي سحاب پرضد د ضلعي انتظامیې او پولیسو ضد د لیکنو په تور مقدمه لیکلې ده.

تر دې وړاندې د سوات پولیسو د امریکا غږ ډیوه رېډیو خبریال فیاض ظفر د عامه ګډوډۍ ترڅنګ په نورو تورونو نیولی وو. نوموړی تر نیول کېدو یوه ورځ وروسته د اګست پر ۳۱مه خوشی شو.

د مینګورې په تاڼه کې د اګست پر ۳۱مه د سیمه ییزې ورځپاڼې ''ازادۍ'' اېډېټر امجد علي سحاب پرضد مقدمه کې پر هغه تور لګول شوی چې د ریاستي ادارو پرضد یې پوسټونه لیکلي او په سیمه کې یې د انتشار جوړولو هڅه کړې ده.

مقدمه د مینګورې تاڼې د پولیس افسر ظاهر شاه په مدعیت کې لیکل شوې ده. په مقدمه کې راغلي دي چې سحاب د لیکنو له لارې د سرکاري ادارو او ضلعې انتظامیې سپکاوی کوي او د سرکاري ادارو باور ته زیان رسوي.

د مقدمې تر لیکلو وروسته د اګست ۳۱مې په ماښام، پولیسو د امجد علي سحاب د نیولو په هدف د هغه پر کور چاپه ووهله خو هغه مهال موړی په کور کې نه وو.

امجد علي سحاب د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې پر هغه لګول شوي تورونه رد کړل. هغه وویل د پاکستان د قانون دننه خپل کار مخې ته وړي او د بیان ازادي ورته د هېواد ایین ورکړې ده.

په پاکستان کې د خبریالانو د نيولو، لادرکه کولو، د هغوی ضد مقدمو لیکلو او یا د هغوی د وژلو پېښې وخت نا وخته کېږي.

په دې هېواد کې د خبريالانو حقونو او رسنيو د ازادۍ لپاره کار کوونکې غیرسرکاري ادارې فريډم نيټورک د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۳۰مه نېټه په خپل کلني رپورټ کې ويلي ول چې په ۲۰۲۱ز او ۲۰۲۲ز کې د رسنيو پر کارکوونکو د حملو او ورته د ګواښونو کولو ۸۶ پېښې شوې وې چې دا شمېر د ۲۰۲۲ز کال مې او د روان ۲۰۲۳ز کال د مارچ میاشتې په مینځ کې ۱۴۰ ته رسېدلی دی. په دې حساب په تېر يو کال کې د خبريالانو پرضد هغه پېښې ۶۳ فيصده زیاتې شوې دي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG