د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا خبرداری ورکړی چی شمالي‌کوریا بايد روسیې ته وسلې ورنکړي


د روسیې او شمالي کوریا مشرانو په ۲۰۱۹ز کال کې هم سره کتلی ول ـ پخوانی انځور.
د روسیې او شمالي کوریا مشرانو په ۲۰۱۹ز کال کې هم سره کتلی ول ـ پخوانی انځور.

امريکا ګواښ کړی چې که شمالي کوريا روسیې ته وسله ورکړه نو قيمت به يې پرې کوي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جیک سوليوان د سیپتمبر پر پينځمه ويلي دي چې د روسيې او شمالي کوريا ترمینځ د وسلو پر سر خبرې په فعاله توګه مخې ته روانې دي.

نوموړي د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون ته دړکه ورکړې، که هېواد يې روسیې ته وسله ورکوي چې په اوکراين کې يې استعمال کړي نو د دې قيمت به پرې کوي. سولېوان وويل چې روسیې ته وسله ورکول به د شمالي کوريا لپاره ښې نتيجې ونه لري او د دې کار لپاره به په نړيواله ټولنه کې قيمت ورکوي.

کرېملین د دې رپورټونو په اړه څه نه دي ويلي چې کېم جونګ اون پلان لري چې روسيې ته لاړ شي او د دې هېواد له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وويني او ورسره د وسلو پر ورکړه خبرې وکړي.

امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یو راپور کې ویلي، داسې څرګندېږي چې کېم جونګ اون به روانه میاشت د روسیې ولادي وستوک سیمې ته ولاړ شي چې له ولسمشر پوتین سره وګوري.

سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ ویلي ول چې روسیه له پیانګ یانګ سره د وسلو ترلاسه کولو لپاره خبرې کوي چې مسکو دغه وسلې په اوکراین کې د جګړې لپاره وکاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG