د اسلام اباد پولیسو يو ځل بیا د پاکستان تحريک انصاف صدر او د پنجاب پخوانی وزیر اعلی پرویز الهي نيولی دی.
اسلام اباد هایکورټ د سيپتمبر پر پینځمه د هغه د خوشې کولو حکم وکړ خو څو ساعتونه وروسته نوموړی د پولیسو لخوا يو ځل بیا ونیول شو. ډان ورځپاڼې ليکلي چې پر هغه د مارچ د میاشتې يوې قضيه کې د ترهګرۍ تور پورې شوی دی. دا يوولسم ځل دی چې هغه نيول کېږي.
عدالت د سيپتمبر پر پينځمه، پوليسو ته حکم کړی وو چې پرويز الهي به په کومه بله قضيه کې نه نيسي. بلخوا د الهي وکيل رسنيوو ته ويلي چې تر دې مخکې لاهور هايکورټ د هغه د موکل د خوشې کولو حکم کړی وو خو پولیسو د دې حکم په سرغړونې سره هغه بیا په يوه بله قضيه کې ونيو.
د جون په لومړۍ نیټه په لاهور کې د درغلیو مخنیوي څانګې پولیسو چوهدري پروېز الهي له خپل کور سره نېږدې له ګلبرګ سيمې څخه ګرفتاره کړی وو. په هغه وخت کې د پنجاب صوبې د اطلاعاتو نګران وزير عامر مير رسنیو ته ویلي وو چې پروېز الهي د درغليو په يوه قضيه کې پوليسو ته مطلوب وو او د هغه په خبره نوموړي د تښتېدو هڅه کوله. خو پروېز الهي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او دا سیاسي سازش بولي.