د اوکراین د پوځ مرکزي دفتر وايي چې ځواکونو یې د سېپتمبر پر اوومه له روسیو پوځیانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې ۳۴ نښتې کړې دي او دا چې د هېواد په ختیځ او جنوب کې وضعیت ''لا هم سخت'' دی.
مرکزي دفتر په خپله ماښامنۍ ارزونه کې ویلي دي چې اوکرایني پوځ په کوپیانسک، بخموت او افدیېفکا کې حملې په شا تمبولې دي.
په بیان کې راغلي،''د اوکراین دفاعي ځواکونو د مېلېتوپول پر لوري خپلو تعرضي عملیاتو، د دښمن تباه کولو او په پړاوونو کې د نیول شویو سیمو ازادولو ته دوام ورکړی دی.''
د دنیپروپېتروفسک والي سېرګې لیاسک ویلي دي چې تېر ماښام د هغې سیمې پر نېکوپول په هوايي بمبارۍ کې دوه تنه ژوبل شوي دي.
د ده په خبره، روسیې د زیارت (پنجشنبې) ټوله ورځ پر هغه سیمه بمباري کړې ده.
تر دې مخکې د روسیې په یو بل ډرون برید کې د اسماعیل ښار د بندر بېخبنا (انفراسټرکچر) ته زیان ورسېد.
اوکرایني پوځ تر دې مخکې د روسیې له ۳۳ څخه د ۲۵ بې پیلوټه الوتکو د ویشتلو خبر ورکړی وو.
پوځ ویلي ول چې د زیاتره الوتکو هدف د اودېسا سیمه وه خو ځینو یې د سومي شمالي برخه هم په نښه کړه.