د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د مظاهرو په مهال د وژل شویو کسانو د کورنیو خلاف عملیات سخت کړي دي


د مهسا امیني تر مړينې وروسته په ايران کې پراخې مظاهرې شوې وې چې د کال تر پایه پورې روانې وې ـ پخوانی انځور.
د مهسا امیني تر مړينې وروسته په ايران کې پراخې مظاهرې شوې وې چې د کال تر پایه پورې روانې وې ـ پخوانی انځور.

په ایران کې امنیتي عسکرو د هغو کورنیو خلاف عملیات سخت کړي چې خپل خپلوان یې د مهسا امیني تر مړینې وروسته د مظاهرو پر مهال وژل شوي دي او د انصاف غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۱۶مه د مهسا امینې لومړی تلین دی.

د بشري حقونو فعالانو د سېپټېمبر پر اوومه ویلي چې په غربي ښار دیواندره کې د وژل شوي مظاهره کوونکي فواد قدیمې ورور، په بروجرد ښار کې د ۲۰۱۹ز کال د نومبر په میاشت کې او د یو بل وژل شوي مظاهره کوونکي رضا معظمي ګودرزي د کورنۍ غړی نیول شوې دي.

په ایران کې دا ګرفتاریانې په داسې مهال زیاتې شوې دي چې هلته د پولیسو په حراست کې د مهسا امیني د مرګ لومړی کال پوره کېږي. دغه پېښه په هغه هېواد کې د ښځو، د ژوند او ازادۍ په اړه د پراخو مظاهرو پیلېدو سبب وګرځېده.

فعالان وایي، د ایران په ځینو نورو ښارونو کې هم مظاهرو پر مهال د وژل شویو تنانو د کورنیو ګڼ هغه غړي نیول شوې دي، چې د وژل شویو خپلو خپلوانو لپاره د انصاف غوښتنه کوي.

په نیولو شویو کسانو کې ځینې یې په عدالتي امر خوشې شوې خو زیاتره د امنیتي ادارو په حراست کې دي.

بلخوا د مهسا امینې تره صافا عایلي هم په سقر ښار کې د سېپټېمبر پر پینځمه نیول شوی دی چې نه یې له چا سره رابطه شوې او نه یې درک شته.

بلخوا عدالتي او امنیتي چارواکو هم د هغه د ګرفتارولو او یا د وضیعت په اړه څه معلومات نه دي ورکړي.

۲۲ کلنه مهسا اميني د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې د ایران د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب د قانون د سرغړونې په تور نيولې وه چې وروسته د هغوی په حراست کې مړه شوه.

د هغې کورنۍ وايي چې امیني د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې خو د ایران حکومت ویلي ول چې هغې د زړه حملې له وجې سا ورکړې وه.

د سېپټېمبر پر ۱۶مه د نوموړې له مړينې وروسته په ايران کې پراخې مظاهرې شوې وې چې د کال تر پایه پورې روانې وې.

د ايران پر امنيتي ځواکونو په سختۍ د مظاهرو د ځپلو له وجې شديد تنقيد شوی وو چې پکې ويل کېږي تر ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي او ګڼ نور زخميان شوي ول.

د مې پر ۱۷مه د ایران عدلیې اعلان وکړ چې ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه يي شاوخوا ۹۰،۰۰۰ احتجاج کوونکي بښلي دي.

XS
SM
MD
LG