د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي جمهوري غورځنګ په ټانک کې د امنیت پر موضوع جرګه کوي


په ټانک کې په تېرو وختونو کې هم د امنیت لپاره جلسې او مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په ټانک کې په تېرو وختونو کې هم د امنیت لپاره جلسې او مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) ګوند وايي د سېپټېمبر پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د امنیت پر موضوع جرګه جوړوي.

په ټانک کې د غورځنګ مخکښ عبدالله ننګيال د سېپتېمبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې په عمر اډه کې د بېټنیو او د نورو قامونو د مشرانو شريکه جرګه ورغواړي.

د ده په خبره، په جرګه کې به يوه تګلاره جوړوي چې څنګه د ولس ژوند خوندي شي او په سيمه کې امن راولي. ''بريدونه روان دي، خلک ډېر زيات په تشويش کې دي. بل طرف ته د [وسلوالو] پرضد [په عملیاتو کې] امنيتي سرتېري هم مارټر ګولۍ ولي چې له کبله یې د بېټنیو [سیمه] بالخصوص" زیاته ځپل کېږي.

د ټانک ضلعې د پوليسو مشر افتخار علي شاه د سېپتېمبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې په سيمه کې د امنيتي حالاتو ښه کولو لپاره پوليس او پوځ په ګډه د لټون عمليات کوي. ده زياته کړه چې په سیمه کې یې د امنیت لپاره نور سرتېري هم ځای پر ځای کړي دي.

د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو په څېر ټانک کې هم په وروستیو کې ناامني زیاته شوې ده. د سیمې خلکو د ناامنۍ ضد او امنيت راوستو لپاره په بیا بیا جرګې، مظاهرې او پرلتونه کړي دي.

صوبايي حکومت ويلي چې هېچا ته د امن خرابولو او حکومتدارۍ چیلېنجولو اجازه نه ورکوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG