د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات انتظامیې په ناقانونه توګه زخیره شوې زرګونه بوجۍ چیني نیولې ده


په پاکستان کې په تېره يوه مياشت کې د یو کېلوګرامه بورې بیه له ۱۴۰ څخه۲۲۰ روپیو ته لوړه شوې ده - پخوانی انځور.
په پاکستان کې په تېره يوه مياشت کې د یو کېلوګرامه بورې بیه له ۱۴۰ څخه۲۲۰ روپیو ته لوړه شوې ده - پخوانی انځور.

د سوات ضلعي انتظاميه وایي، په ناقانونه توګه یې زخیره شوې زرګونه بوجۍ بوره (چیني) موندلې او په تړاو یې درې کسان نيولي دي.

د سوات انتظامي مشر عرفان الله وزير په بيان کې ویلي چې د سېپټېمبر پر نهمه یې په خوازه خېله کې له درو ګودامونو څخه د پینځه، پینځه کیلوګرامو ۱۴،۰۰۰ بوجۍ (بورۍ یا ګونۍ هم بلل کېږي) نیولې دي.

د ده په خبره، هغه چیني د نرخ پورته کولو لپاره زخیره شوې وه.

په بیان کې راغلي چې انتظامیه به اوس هغه چیني په سرکاري نرخ په بازار کې خرڅوي.

په پاکستان کې په تېره يوه مياشت کې د یو کېلوګرامه بورې بیه له ۱۴۰ څخه۲۲۰ روپیو ته لوړه شوې ده.

د بورې کاروباریان وايي، حکومت بهرنیو هېوادونو ته د يو لک ټن چيني د لېږد اجازت ورکړی خو اصلاً اووه لکه ټنه بهر ته لېږدول شوې چې له وجې یې کمښت پیدا شوی دی.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG