د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې د ځمکې لانجې پر سر جګړه کې ۱ تن وژل شوی دی


په قبایلي ضلعو کې پر ځینو ځمکو د خلکو ترمینځ له مودو راهیسې لانجې موجودې دي - پخوانی انځور.
په قبایلي ضلعو کې پر ځینو ځمکو د خلکو ترمینځ له مودو راهیسې لانجې موجودې دي - پخوانی انځور.

په جنوبي وزیرستان کې د نانوخېل مسيدو او سپېرکۍ وزیرو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر نښتو کې يو کس وژل شوی او دوه تنه زخميان دي.

د کوز جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر فرمان الله د سېپتېمبر پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې دوه ورځنۍ نښتې اوس درېدلي او اوربند شوی دی. هغه زیاته کړه چې د بالاپتر ځمکې د ملکيت پر سر د لانجې د دايمي حل موندلو کوښښ کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په قبايلي ضلعو کې د ځمکو لانجو پر سر په شخړو کې ولسونه يو بل ته مرګژوبله اړوي. تر دې مخکې هم هلته ورته پېښې شوې دي.

د جولای په میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا نړیوالې ادارې (یو اېس اې ای ډي) د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره د هغې صوبې له حکومت سره موافقه لاسلیک کړې ده.

د جولای پر ۱۳مه په پېښور کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د خیبر پښتونخوا د امدن او ګټو ادارې له چارواکو سره موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې یو اېس اې ای ډي په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رېکارډ رسمي کولو په لړ کې مرسته کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG