د اوکراین چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۰مه ويلي چې د هېواد په ختيځ کې يې د بهرنۍخیره ادارې دوه کارکوونکي وژل شوي او دوه زخمیان دي.
د روډ ټو ريلېف په نوم ادارې پر انسټاګرام ليکلي چې په چاسيو يار سيمه کې هغه موټر د روسیې تر برید لاندې راغلی چې پکې څلور خيريه کار کوونکي سپاره ول. په بیان کې زیاته شوې چې کاناډايي وګړی انتوني اېهنت په بريد کې ځای پر ځای ووژل شو او د جرمني طبي رضاکار روبين مايوک او د سويډن جان ماتياس تاير سخت زخميان شوي دي.
د دې ادارې په وينا په موټر کې ناستې د سپېن وګړې، اېما اېګوال په اړه په سمدستي توګه معلومات نه وو. خو د دغه هېواد د بهرنيو چارو سرپرست وزير هوزې مانویل الباریس وروسته وويل چې د اېګوال مرګ تاييد شوی دی.