چارواکي وايي چې په مراکش (المغرب) کې د سېپټېمبر پر اتمه د راغلې زلزلې له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۲،۱۰۰ ته رسېدلی دی.
د سېپټېمبر اتمې شپې مهال په مراکش کې زورورې زلزلې د اطلس له غرییزې سیمې نیولې تر تاریخي ښار مراکش پورې ګڼو ودانیو ته زیانونه واړول.
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې ویلي، پر رېښتر پیمانه د زلزلې زور ۶،۸ وو چې مرکز يې د مراکش په جنوب لویديځ کې وو. زلزله پر ځایي وخت شپې شاوخوا پاو باندې ۱۱ بجې راغلې وه چې تر څو سېکنډونو (ثانیو) پورې روانه وه. چارواکي وايي، تر هغې وروسته هم څو ځلې وړې زلزلې سیمه ولړزوله.
د پلازمینې رباط چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۰مه ويلي چې د څلورو هېوادونو لخوا يې د مرستو وړاندېزونه په داسې حال کې منلي چې نورو هم ډېرو هېوادونو ورته د مرستو د لېږدولو لپاره د چمتوالي ورته ويلي دي.