د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېنيټ: په افغانستان کې ماورای عدالت قتلونه روان دي


ريچرډ بېنيټ په ملګرو ملتونو کې د خبرو په وخت - انځور له ارشيفه
ريچرډ بېنيټ په ملګرو ملتونو کې د خبرو په وخت - انځور له ارشيفه

د افغانستان بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ريچرډ بېنيټ ويلي چې د تېر جمهوري حکومت چارواکي په ماورای عدالت ډول وژل کېږي.

بېنيټ د سيپتمبر پر يوولسمه، په جېنيوا کې د ملګرو ملتونو غونډې ته د خپل راپور وړاندې کولو په وخت وويل چې په افغانستان کې د حساب ورکولو او حساب غوښتنې هېڅ ميکانيزم نشته. هغه زیاته کړه چې د اساسي قانون نشتوالی هم د ستونزو د زیاتېدو سبب شوی دی.

بېنېټ زیاته کړه چې د طالبانو د حکومت دوه کلونه پوره وشول خو لا هم د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د نجونې ښوونځي بند دي، د ښځو پر کارونو محدوديتونه عملي شوي او تورنو کسانو ته د کوم ښکاره عدالتي بهیر پرته په عام محضر کې سزاوې ورکول کېږي.

بېنیټ په خپل راپور کې سپارښتنه وکړه چې طالبان دې خپلې رویې بدلې کړي. هغه زیاته کړه چې په روانو حالاتو کې د افغانانو مبارزه او د ژوند چارې پر مخ بیول د ډېرې ستاینې وړ دي. بېنيټ وويل چې نړیواله ټولنه به د بشري حقونو تر لاسه کولو لپاره، له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړه پاتې شي.

طالبانو په سمدستي‌دول د بېنيټ د خبرو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی. خو دوی د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ په زور د حکومت تر نيولو وروسته څو ځل د نړيوالو غوښتنې او نیوکې رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG