د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند د اسیا جام کرکټ سیالیو کې سري لنکا ته ماتې ورکړه


هندي او سري لنکايي لوبغاړي د سېپټېمبر ۱۲مې تر سیالۍ وروسته یو بل ته لاس ورکوي.
هندي او سري لنکايي لوبغاړي د سېپټېمبر ۱۲مې تر سیالۍ وروسته یو بل ته لاس ورکوي.

د اسیا جام (اېشیا کپ) د کرکټ په یو ورځنیو سیالیو کې هند سري لنکا ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړې ده.

هند د سېپټېمبر پر ۱۲مه لومړی بیټېنګ وکړ او ټول لوبغاړي یې په ۵۰م اوور کې په ۲۱۳ منډو وسوځېدل.

د سري لنکایۍ لوبډلې بیټېنګ له پیل راهیسې له مشکلاتو سره مخامخ شو ځکه په ۲۵ منډو یې درې لوبغاړي سوځېدلي ول. تر هغې وروسته هم سري لنکايي توپوهونکو ښه لوبه و نه کړای شوه او تر ۹۹ منډو پورې یې شپږ لوبغاړي سوځېدلي ول.

خو دنیایا ډي سېلوا او دونېت وېلالاګې په ګډه د سري لنکا منډې تر ۱۶۲ وروسولې. البته د ډي سېلوا تر سوځېدو وروسته پاتې درو لوبغاړو تر ډېره پورې توپوهنه و نه کړای شوه ټوله لوبډله په ۴۲م اوور کې په ۱۷۲ منډو وسوځېده.

ټاکل شوې چې د سېپټېمبر پر ۱۴مه د اسیا جام د دویم پړاو په لړ کې پاکستان او سري لنکا او د جمعې پر ورځ هند او بنګلادېش خپلې وروستۍ سیالۍ وکړي.

ټاکل شوې چې د اسیا جام پایلوبه د سېپېټمبر پر ۱۷مه وشي.

سږ کال د اسیا جام په سیالیو کې شپږو لوبډلو برخه واخیسته چې ورڅخه یې افغانستان او نیپال په لومړي پړاو کې له سیالیو بهر شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG