د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې وسلوالو د مدرسې مشر وژلی دی


د کراچۍ یو پولیس د یو برید له ځایه شواهد ټولوي - پخوانی انځور.
د کراچۍ یو پولیس د یو برید له ځایه شواهد ټولوي - پخوانی انځور.

پولیس وايي، په کراچۍ کې وسلوالو د یوې مدرسې مشر ویشتلی دی.

د پولیسو یو مشر عرفان بهادر په بیان کې ویلي دي چې د سېپټېمبر پر ۱۲مه پر موټرسایکل سپرو وسلوالو په ګلستان جوهر سیمه کې پر مولانا ضیا الرحمان ډزې وکړې او هغې یې وواژه.

د پولیسو په خبره، نوموړی په هم هغه سیمه کې د جامعه اسلامیه ابوبکر مشر وو.

تر اوسه معلومه نه ده چې مولانا ضیا الرحمان چا او ولې وژلی دی او ورباندې د برید ذمه واري هم چا نه ده منلې.

خو پولیسو په بیان کې زیاته کړې ده چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

په کراچۍ کې تر دې مخکې هم پر دیني عالمانو او ملایانو بریدونه شوي دي.

د ۲۰۱۹ په مارچ کې د نومیاتي مذهبي عالم مفتي تقي عثماني د ګاډو پر کاروان په وسلوال برید کې د هغه دوه ساتونکي وژل شوي ول او دوه ولسي وګړي ژوبل شوي ول. خو عثماني له هغه بریده روغ وتلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG