د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سېرګې لاوروف ويلي چې مسکو او بیجنګ پر شمالي کوريا لګولي بندیزونه ختموي.
هغه بندیزونه د دې لپاره لګول شوي ول چې په نتیجه کې يې پیانګ یانګ له اټومي (جوهري) پروګرامه لاس واخلي.
لاوروف د سېپتېمبر پر ۱۳مه په سایبېریا کې د راکټونو توغولو مرکز ووستوچني کاسمودروم کې د ولسمشر پوتین او د شمالي کوریا د مشر کېم جون اونګ ترمینځ تر ملاقات وروسته وویل چې چې مسکو او بیجنګ پر پیانګ یانګ د بنديزونو لګول په "يو بالکل بدل سیاسي او جغرافیايي تناظر کې" منظور کړي ول.
پر شمالي کوريا نړیوال بنديزونه تر هغې وروسته ولګېدل کله چې هغه هېواد په ۲۰۰۶ز کال کې لومړنۍ اټومي ازموينه وکړه.
چين لا د لاوروف د دې څرګندونه په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د سېپتېمبر پر ۱۳ د روسیې د سفر په مهال د مسکو "بشپړ او غیر مشروط" ملاتړ اعلان کړ.
واشنګټن وار له مخه اندېښنه ښوولې وه چې په داسې حال کې چې د روسیې جنګي ساز او سامان په کمېدو دی، پوتین ښايي پر کېم روسیې ته د وسلو د لېږد په اړه فشار راوړي.
رویټرز خبري اژانس وايي، کېم د سېپټېمبر پر ۱۳مه له پوتین سره تر لیدو وروسته خپل هېواد ته ستون شوی دی.