د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناروې کډوالو شورا وايي له افغانستان سره پرمختیايي چارو کې مرسته اړینه ده


په لوګر کې یوشمېر بې کوره شوي خلک په خیمو کې اوسي - پخوانی انځور.
په لوګر کې یوشمېر بې کوره شوي خلک په خیمو کې اوسي - پخوانی انځور.

د ناروې د کډوالو د شورا مشر وایي، یوازې له افغانستان سره بیړنۍ مرستې د هغه هېواد ستونزې نه شي هوارولی بلکې باید په پرمختیایي چارو کې هم ورسره کومک وشي.

یان ایګلند د سېپټېمبر ۱۳مه ناوخته پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، ليکلي چې د افغانستان وګړي اوس تر بل هر وخت زیات د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

هغه ویلي چې د ښځینه وو په ګډون یې د شورا کارکوونکو په افغانستان کې ښځو او سړیو ته مستقیمې مرستې رسولې دي.

ایګلند په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو هغې شورا په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لکونو اغېزمنو کسانو ته مرستې رسولي دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې د مرستندویه ادارو او سازمانونو مسوولینو د سېپټېمبر پر ۱۳مه د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې په هغه هیواد کې د روان ناوړه بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هغه هېواد سره د نړۍ د هېوادونو او ناحکومتي ادارو مرستې کمې شوې دي، اقتصاد یې خراب شوی دی او پکې بې کاري او بې وزلي زیاته شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG