د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي جمهوري غورځنګ تور پورې کړی چې د کراچۍ پولیسو یې پر دفتر برید کړی دی


محسن داوړ د سیند پر نګران حکومت غږ کړی چې د غړو ځورونه دې یې ودروي ـ پخوانی انځور.
محسن داوړ د سیند پر نګران حکومت غږ کړی چې د غړو ځورونه دې یې ودروي ـ پخوانی انځور.

د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ تور پورې کړی چې پولیسو یې د کراچۍ په کورنګۍ کې د ګوند پر دفتر حمله او ډزې کړې دي.

هغه د سیپتېمبر پر ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې د سیند پر حکومت غږ وکړ چې د اېن ډي اېم د غړو ځورونې دې ودروي.

په بیان کې راغلي چې پولیسو یې د ګوند غړي وهلي هم دي. د داوړ په خبره، پولیسو په یوه اوونۍ کې په دویم ځل داسې کار کړی دی. هغه د سیند له حکومته غوښتي چې په پېښه کې دې د ککړو پولیسو پر ضد کاروايي وکړي.

تر اوسه نګران حکومت او د کورنګۍ پولیسو د محسن داوړ د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG