د لاسرسي ځای

تازه خبر

 امریکا یوځل بیا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه وکړه


طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست میاشتې راهیسې پر افغانستان واکمن دي.
طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست میاشتې راهیسې پر افغانستان واکمن دي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې له قطر څخه فعالیت کوي، په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه کړې ده.

د سېپتېمبر پر ۱۵ مه، د ډیموکراسۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت هغه سفارت پر اېکس خپور کړي پیغام کې وویل چې په افغانستان کې باید حکومت د خلکو استازیتوب وکړي.

په پیغام کې راغلي چې د ټولشموله حکومت رامینځته کېدل د دې سبب کېږي چې د هر افغان غږ واورېدل شي.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې چې طالبانو کابل نیولی دی، هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او ګڼو هېوادونو د ټولشموله حکومت غوښتنه کړې ده.

بلخوا طالب چارواکي وايي، په افغانستان کې یې په سرپرست حکومت کې د ټولو قومونو خلک شته نو ځکه ټولشموله دی.

XS
SM
MD
LG