د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیت اندېښنه ښودلې ده.
رحمان د سېپټېمبر پر ۱۵مه په پلازمېنه دوشنبې کې د منځنۍ اسیا د پینځو هېوادونو مشرانو په غونډه کې وویل چې داعش خراسان څانګې او انصارالله ډلې ګواښ جوړ کړی دی.
په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې چې د جمعې پر ورځ پای ته ورسېده، د کوربه هېواد تاجکستان ترڅنګ د ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قازقستان مشرانو هم برخه واخیسته. د اذربایجان ولسمشر الهام علییف غونډې ته د مشر مېلمه په توګه وربلل شوی وو.
تاجکستان د سېپټېمبر پر شپږمه ویلي ول چې د انصارالله درې وسلوالو هڅه کوله چې د افغانستان له خاورې تاجکستان ته د اګست په وروستیو کې داخل شي خو سرحدي ځواکونو وویشتل.
د منځنۍ اسیا په سرمشریزه کې د سرحدونو پر امنیت او د اوبو د انرژۍ د سرچینو پر سر خبرې وشوې.