د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې جرګې پر شیعه ګانو او سنیانو د امن موافقې ته د ژمن پاتې کېدو غږ کړی دی


د کورمې سني او شیعه دیني عالمان د امنیت لپاره تر غونډې وروسته یو ځای ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
د کورمې سني او شیعه دیني عالمان د امنیت لپاره تر غونډې وروسته یو ځای ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د کورمې د امن جرګې مشرانو پر شیعه ګانو او سنیانو غږ کړی دی چې د امن موافقې ته ژمن پاتې شي او هره ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کورمه کې سني مشرانو تور پورې کړی چې د سېپټېمبر پر اوومه په کونج عليزیو کې اهل تشیع د دوی څلور تنه درولي او ورسره یې ناسم چلند کړی دی.

د شیعه ګانو مشران دا تور ردوي او وايي، هغه کسان پر هغه ورځ د امام حسین د څلوېښتۍ د مراسمو پر مهال د ښځو لپاره پر ځانګړو شویو لارو ګرځېدل.

د امن موافقې لپاره د کمېشنر جرګې مشر حاجي عزت ګل په دې اړه مشال راډيو ته وويل، غواړي چې اختلافات په سوله ییزه توګه په خبرو هوار کړي. ''موږ به دا خبره د شر نه بلکې د امن طرف ته بیایو، موږ د کمېشنر هم ډېره مننه کوو چې د داسې هر ډول ستونزې په اړه موږ پر وخت خبروي. پر دې ستونزه به خبرې کوو او امن به راولو.''

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي. خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

سږ کال د جولای په میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

تر هغې وړاندې د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته، په تري منګلو کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران ووژل چې تر هغې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د پېښې پر ضد په پېښور، اسلام اباد او کورمه کې یو شمېر ځلې احتجاجونه وشول.

د سیمې انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، د ناامنۍ مخنیوي لپاره یې هڅو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG