د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي له بایډن سره په لیدنه کې د امریکایي مرستو مننه کړې ده


د سېپټېمبر پر ۲۱مه زېلېنسکي په سپینه مانۍ کې د جو بایدن سره وکتل.
د سېپټېمبر پر ۲۱مه زېلېنسکي په سپینه مانۍ کې د جو بایدن سره وکتل.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په سپینه ماڼۍ کې له خپل امریکايي سیال جو بایډن سره د لیدو پر وخت د ''روسیې د ترهې'' پر وړاندې د جګړې لپاره له کییف سره د واشنګټن د مرستې مننه کړې ده.

داراز، بایډن په لیدنه کې زېلېنسکي ته ویلي دي چې هغه به دا باوري کړي چې نړۍ له اوکراین سره ولاړه پاتې شي او دا چې د امریکا پرمختللي ابرامز ټانکونه هغه هېواد ته پر لاره دي.

زېلېنسکي چې په تېرو دوو ورځو کې په ملګرو ملتونو کې غونډو ته ویناګانې وکړې، د سېپټېمبر پر ۲۱مه یې له بایډن سره تر ناستې مخکې د امریکا د کانګرس او پوځ له مشرانو سره ولیدل.

بایډن د روسیې یرغل پر وړاندې د اوکراینیانو د ''لویې زړورتیا'' ستاینه وکړه او و یې ویل چې ''امریکایان ژمن دي چې هر هغه څه چې کولای شي و یې کړي چې دا باوري کړي چې نړۍ د کییف ترڅنګ ولاړه پاتې شي.''

زېلېنسکي چې تر دې مخکې هم سپینې ماڼۍ ته تللی وو، بایډن ته وویل چې اوکراینیان ''د روسیې د دهشت پر وړاندې د جنګېدو لپاره د امریکا د مرستو ستاینه کوي.''

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې اوکراین ته به ''د پام وړ نوی فضايي دفاعي وړتیا لرونکی'' نظام ورکړي خو زیاتوي چې اوسمهال ورته هغه اوږد واټن ویشتونکي توغندي نه ورکوي چې کییف یې د ترلاسه کولو هیله لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG