د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډبلیو اېف پي: که مرستې ترلاسه نه کړو، په افغانستان کې بشري مرستې کموو


په افغانستان کې مېلیونونه خلک مرستو ته اړتیا لري: انځور له ارشیفه
په افغانستان کې مېلیونونه خلک مرستو ته اړتیا لري: انځور له ارشیفه

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) یو ځل بیا په افغانستان کې له مېلیونونو کسانو سره د مرستو د دوام لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام د سېپټېمبر پر ۲۱مه پر اېکس پاڼه د اسیا او ارام سمندر سیمې لپاره د هغې ادارې مشر جان اېليېف یو ویډیويي بیان خپور کړی دی چې پکې هغه ویلي دي چې ډبلیو اېف پي له بېساري مالي بحران سره مخامخ دی او یو ارب (مېلیارد) امریکايي ډالرو ته اړتیا لري چې په راتلونکي ژمي کې له ۱۵ مېلیونه وګړو سره مرسته وکړای شي.

نوموړی وايي، د مالي ستونزو له کبله یې وار له مخه په افغانستان کې له ځینو خلکو سره مالي مرستې درولې دي او که پیسې تر لاسه نه کړي نو له لا زیاتو کورنیو سره د مرستو ځنډولو خطر دی.

د ملګرو ملتونو له ارقامو سره سم، په افغانستان کې ۲۹ مېلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې دي، اقتصاد یې خورا کمزوری شوی او پکې بې کاري او بې وزلي زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG