د خبریال خالد جمیل د خوشي کولو لپاره د پېښور خبریالانو احتجاجي لار يون کړی دی.
د سېپټېمبر پر ۲۲مه د احتجاجي لاریون پرمهال د پېښور پریس کلب مشر ارشد عزیر ملک وویل چې د نظر په اختلاف باندې حکومت باید داسې غبرګون نه وای ښودلی.
خبریال خالد جمیل د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د سایبر کرایمز اېکټ (انټرنیټي جرمونو قانون) د سرغړونې په تور ونیولو او د سېپټېمبر پر ۲۲مه يې عدالت ته وړاندي کړ. عدالت خالد جميل د نورو پلټنو لپاره د دوو ورځو په جسماني ریمانډ اېف ای اې ته حواله کړی.
د اوصاف براډکاسټنګ خبري ادارې د اسلام اباد پر بيورو چیف خالد جميل تور دی چې په ټولنیزه ميډیا یې د پاکستان د ریاستي ادارو ضد خبرې کړي دي.
په پاکستان کې د خبریالانو د نيولو، لادرکه کولو، د هغوی ضد مقدمو لیکلو او یا د هغوی د وژلو پېښې وخت نا وخته کېږي.
په دې هېواد کې د خبريالانو حقونو او رسنيو د ازادۍ لپاره کار کوونکې غیرسرکاري ادارې فريډم نيټورک د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۳۰مه نېټه په خپل کلني رپورټ کې ويلي ول چې په ۲۰۲۱ز او ۲۰۲۲ز کې د رسنيو پر کارکوونکو د حملو او ورته د ګواښونو کولو ۸۶ پېښې شوې وې چې دا شمېر د ۲۰۲۲ز کال مې او د روان ۲۰۲۳ز کال د مارچ میاشتې په مینځ کې ۱۴۰ ته رسېدلی دی. په دې حساب په تېر يو کال کې د خبريالانو پرضد هغه پېښې ۶۳ فيصده زیاتې شوې دي.