د برتانيا په پلازمينه لندن کې سلګونه کسانو په اروپايي ټولنې بیا ورګډېدو لپاره لاريون کړی دی.
لاريونوالو په مرکزي لندن کې د اروپايي ټولنې بيرغونه رپول او په اروپايي ټولنه کې یې د ورشاملېدو غوښتنه کوله.
د سېپتېمبر پر ۲۳مه، په ټولنې د بیا ورګډېدو غورځنګ پلويان هایډ پارک ته نېږدې ورټول شوی ول او د پارلېمان تر څلورلارې یې لاریون وکړ. په موټرو کې سپارو کسانو د ملاتړ لپاره هارنونه وهل.
مظاهرچیانو په بينرونو شعارونه ليکلې ول چې له اروپايي اتحاديي سره د بیا یوځای کېدو لاره له هغه ځایه پیليږي.
په ۲۰۱۶ز کال کې په برتانیا کې ټولپوښتنه وشوه چې پکې اکثریت وګړو له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په حق کې رایه ورکړه. تر دې وروسته لندن له برسلز سره مذاکرات پیل کړل او برتانیا د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ پر ۳۱مه د یوې موافقې له لارې له اروپايي ټولنې څخه جلا شوه.