د لاسرسي ځای

تازه خبر

نېکول پاشینیان وايي ارمنیا له نګورنو قره باغه د ورتلونکو خلکو هرکلی کوي


روسي سوله ساتي سرتېري په نګورنو قره باغ کې د اذربایجانیو ځواکونو تر عملیاتو وروسته ولسي وګړي خوندي ځایونو ته لېږدوي - د سېپټېمبر ۲۱مې انځور.
روسي سوله ساتي سرتېري په نګورنو قره باغ کې د اذربایجانیو ځواکونو تر عملیاتو وروسته ولسي وګړي خوندي ځایونو ته لېږدوي - د سېپټېمبر ۲۱مې انځور.

د ارمنیا وزیراعظم نېکول پاشینیان وايي، له نګورنو قره باغ سیمې د ورتلونکو خلکو هرکلی کوي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۴مه ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې زیاته کړه چې د اذربایجاني پوځ تر حملو وروسته چې څوک هم له هغې سیمې وځي، د ارمنیا په نورو برخو کې به یې د "وروڼو او خویندو غوندې هرکلی" کوي.

د نګورنو قره باغ کورواکې سیمې چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د سېپټېمبر پر ۲۰مه یې چې سیمې اذربایجانیو ځواکونو ونیولې نو هلته "هېڅ ارمنیایی وګړی" پاتې کېدل نه غواړي. چارواکي زیاتوي چې د هغو ارمنیو توکمه وګړو شمېر ۱۲۰،۰۰۰ دی.

له اذربایجانه جلا شوې نګورنو قره باغ د باکو او یرېوان ترمینځ لانجمنه سیمه ده چې پر سر یې دواړو هېوادونو څو ځلې خونړۍ جګړه هم کړې ده.

رویټرز اژانس وايي چې د سېپټېمبر ۲۰مې تر جګړې وروسته اذربایجان شاوخوا د ټولې سیمې بشپړ واک (کنټرول) ترلاسه کړی دی.

د اذربایجان حکومت ویلي دي چې په نګورنو قره باغ کې د ارمني نسله وګړو ژوند ته "هېڅ خطر نه شته." خو د هغو خلکو مشرانو ویلي دي چې پخوانیو تجربو ته په کتو د اذربایجانیو ځواکونو له غچ اخیستونکو کړنو وېره لري.

XS
SM
MD
LG