د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د نرښځيانو د نومليکني عمل بيا پيل شوی


د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۱مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې نرښځيان د خپلو حقونو لپاره مظاهره کوي.
د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۱۱مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې نرښځيان د خپلو حقونو لپاره مظاهره کوي.

د پاکستان د نفوسو او نورو اسنادو د ثبت ادارې (نادرا) په هغه هېواد کې د نرښځيانو د نومليکنې عمل تر درې مياشتني ځنډ وروسته بيا پيل کړی دی.

نادرا د سېپټېمبر پر ۲۵مه په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د نرښځيانو د رجسټرېشن درولو لپاره جاري کړل شوی امر بېرته اخيستل شوی دی.

د نادرا يوې لوړپوړي چارواکې ردا قاضي د پاکستان د انګريزي ژبې ډان ورځپاڼې ته ويلي چې هغې يادې ادارې ته امر کړی چې نرښځيانو ته دې د جنس له بدلون سره شناختي کارډونه ورکول پيل کړي.

نوموړې زياته کړې چې د جنس له بدلون سره نرښځيانو ته د شناختي کارډونو ورکولو عمل تر هغه وروسته ودرول شو چې کله دغه مسله وفاقي شرعي عدالت ته وړل شوې وه. وفاقي شرعي عدالت د نرښځیانو د حقونو د قانون (ټرانسجېنډر ایکټ) پرضد د درخواستونو په اړه په پرېکړه کې ویلي دي چې نرښځیان نه خپل جنس بدلولی شي او نه ځان د ښځې یا سړي په توګه یادولی شي، خو ميرمن قاضي په خبره اوس پر دې مسله په سپريم کورټ کې درخواست جمع کړل شوی دی.

ردا قاضي زياتوي چې د بهرنۍ قانوني مشاورتي څانګې تر قانوني مشورې وروسته نادرا نرښځيانو ته د جنس له بدلون سره د شناختي کارډ ورکولو پابند ده.

په پاکستان کې نرښځيانو او د بشري حقونو فعالانو د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

په ۲۰۱۸ز کال په پاکستان کې د نرښځیو د حقونو او ساتنې قانون جوړ شو چې پکې تر طبي بورډ له معاینې پرته په شناختي کارډونو او نور قانوني اسنادو کې نرښځیانو د خپل جنس ټاکلو حق ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG