د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر: ۳ مشکوک وسلوال وژل شوي، ۲ تښتول شوي کسان خوشې کړل شوي


 تیرا د خیبر لرې پرته کلیواله سیمه ده: انځور له ارشیفه
تیرا د خیبر لرې پرته کلیواله سیمه ده: انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ وایي د خیبر ضلعې په تیرا کې یې د عملیاتو پر مهال درې مشکوکه وسلوال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) نن (د سېپټېمبر پر ۲۶مه) په یو بیان کې ویلي چې دغه عملیات یې تېره شپه د استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره کړي چې پکې د وسلوالو او امنیتي عسکرو تر مينځ د ډزو تبادله هم شوې ده.

په بيان کې ادعا شوې چې په دغو عملیاتو کې د وسلوالو یو قوماندان هم وژل شوی چې د ناامنۍ په یو شمېر پېښو او د امنیتي او ولسي کسانو په وژنو کې ککړ وو.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم خپلواکه سرچينو د دې تاييد کړی دی.

بلخوا د خیبر ضلعې یو پولیس چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال رېډیو ته ویلي چې په جمرود غونډي او ریګي للمه سیمو کې پولیسو او پوځ د لټون عملیات پیل کړي او کور په کور تالاشي اخلي. د سیمې فعالان او اوسېدونکي غوښتنه کوي چې باید د دغو عملیاتو پر مهال دې یوازې د هغو تنانو د کورونو تالاشي واخیستل شي کوم چې امنیتي ادارو ته مطلوب دي.

په عین حال کې د خیبر یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط د سېپټېمبر په ۲۶مه مشال راډیو ته ویلي چې د تیرا له زخه خېلو څخه تښتول شوی انجینیېر عامر خټک او د هغه ملګری عظمت اپرېدی د سېپټېمبر پر ۲۵مه وسلوالو خوشې کړي او خپلو کورونو ته رسېدلي دي. دغه دواړه د اګست میاشتې پر ۲۳مه په تیرا کې تښتول شوي ول.

دغه کسان هلته د ورسک کرکټ سټېډیم (لوبغالي) جوړولو لپاره مېشت ول چې وسلوال یې استوګنځي ته ورغلي او له هغه ځایه یې له ځان سره بېولي ول.

انتظامي چارواکو دا نه دي ویلي چې دغه کسان څنګه خوشې شول خو یو ځایي مشر د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې تښتول شوي کسان د پيسو ورکولو په بدل کې خوشې کړل شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه دواړه کسان چا تښتولي ول او نه هم کومې وسلوالې ډلې یې ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG