د لاسرسي ځای

تازه خبر

نګورنو قره باغ کې چاودنې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي، شاوخوا ۳۰۰ ژوبل دي


د سيپټېمبر پر ۲۶مه شوې د دې چاودنې سبب نه دی معلوم شوی: انځور سېپټېمبر ۲۶، کال ۲۰۲۳ز
د سيپټېمبر پر ۲۶مه شوې د دې چاودنې سبب نه دی معلوم شوی: انځور سېپټېمبر ۲۶، کال ۲۰۲۳ز

په نګورنو قره باغ کې بېلتونپالي چارواکي وايي د تېلو په يوه پمپ کې شوې چاودنې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د چارواکو له خولې وايي چې د سيپټېمبر پر ۲۶مه شوې د دې چاودنې سبب نه دی معلوم شوی. په دې پېښه کې شاوخوا ۳۰۰ کسان ژوبل شوي هم دي.‌

په همدې حال کې له نګورنو قره باغه ۱۳،۵۰۰ کسان ارمنيا ته کډه شوي دي. چارواکي زیاتوي چې په قره باغ کې د ارمنیو توکمه وګړو شمېر ۱۲۰،۰۰۰ دی.

نګورنو قره باغ يوه خودمختاره سیمه ده چې په نړيواله توګه د اذربایجان برخه منل شوې ده. البته هلته درې لسيزې د ارمنايي ټبره بېلتونپالو واکمني وه خو د سېپټېمبر پر ۲۰مه، اذربايجاني ځواکونو په بشپړ ډول ونيوله.

اذربايجان او ارمنيا پر هغې سيمې د ملکيت دعوه لري او پر سر يې څو ځلې له یو بل سره خونړۍ جګړې کړې دي.

د اذربایجان حکومت ویلي دي چې په نګورنو قره باغ کې د ارمني نسله وګړو ژوند ته "هېڅ خطر نه شته." خو ډېری خلک د ژوند ژغورنې له وېرې ارمنيا ته کډه شوي دي. د هغو خلکو مشرانو ویلي دي چې پخوانیو تجربو ته په کتو د اذربایجانیو ځواکونو له غچ اخیستونکو کړنو وېره لري.

XS
SM
MD
LG