د لاسرسي ځای

تازه خبر

له نګورنو قره باغه ۲۸،۰۰۰ کسان ارمنیا ته تللي دي


د سېپتېمبر پر ۲۶مه له نګورنو قره باغه کډه شوي خلک په ګاډو کې د ارمنیا په سرحدي سیمه کې ولاړ دي.
د سېپتېمبر پر ۲۶مه له نګورنو قره باغه کډه شوي خلک په ګاډو کې د ارمنیا په سرحدي سیمه کې ولاړ دي.

له نګورنو قره باغه تر ۲۸،۰۰۰ زیات وګړي ارمنیا (ارمنستان) ته رسېدلي دي.

ارمنیا د سېپتېمبر پر ۲۶مه وویل، په دومره لویه کچه خلک د اذربایجان له حملې او په یادې غرنۍ سیمې د هغه هېواد تر بشپړ کنټرول وروسته کډه شوي دي.

نګورنو قره باغ يوه کورواکې سیمه ده چې په نړيوال قانون کې د اذربایجان برخه بلل کېږي. البته هغه سیمه له اذربایجانه جلا شوې وه او پکې درې لسيزې د ارمني نسله بېلتونپالو واکمني وه خو د سېپټېمبر پر ۲۰مه اذربايجانيو ځواکونو په بشپړ ډول ونيوله.

د ارمنیا حکومت هغو ټولو کورنیو ته د استوګنې انتظام کوي چې د اوسېدو وسیله نه لري.

په عین حال کې د ارمنیا د روغتیا وزارت د سېپتېبمبر پر۲۶مه وویل چې د تېلو په یوه پمپ کې په چاودنه کې د وژلو شویو شمېر ۱۲۵ ته رسېدلی دی. د نګورنو قره باغ چارواکو د نهې (سېشبنې) پر ورځ ویلي ول چې په هغه چاودنه کې لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي او نېږدې ۳۰۰ ژوبل شوي دي.

چاودنه هغه مهال وشوه چې ګڼ خلک له نګورنو قره باغه ارمنیا ته د تګ پر مهال په پېټرول پمپونو کې د تېلو ډکولو لپاره په قطارونو کې ولاړ ول.

XS
SM
MD
LG