د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي چې پخوانی وزیراعظم نواز شریف که ملک ته ستنېږي نو له قانون سره سم چلند به ورسره کېږي.
کاکړ د سېپتېمبر پر ۲۶مه په لندن کې رسنیو ته وویل چې د نواز شریف د ستنېدو په اړه قانونې مشورې اخلي او چې کومه پرېکړه هم کېږي نو د پاکستان د قانون په رڼا کې به کېږي.
بل پلو د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي هم ویلي چې نګران حکومت کومه سیاسي اجنډا نه لري او دا ښه خبره ده چې نواز شریف یو وارې بیا د پاکستان سیاست ته راتلل غواړي.
هغه تر دې وړاندې په یو بل بیان کې ویلي ول، که عدالت نواز شریف ته ضمانت ور نه کړ نو بیا یې ګرفتاروي. د مسلم لیګ (ن) مشرانو پر دې سخت غبرګون ښوولی وو.
مسلم لیګ (ن) اعلان کړی چې پخوانی وزیراعظم نواز شریف به د راتلونکې اکتوبر میاشتې پر ۲۱مه له لندنه هېواد ته ستون شي.
پر شریف د درغليو مقدمې دي او د قید سزا ورته اورول شوې ده خو عدالت نوموړی د ۲۰۱۹ز کال په اکتوبر کې د اتو اوونیو په ضمانت پرېښی وو او بیا میاشت وروسته چارواکو ورته اجازه ورکړه چې د خپلې درملنې لپاره د څلورو اوونیو لپاره له ملکه بهر لاړ شي. خو نواز شریف له هغه وخت راهیسې په لندن کې اوسي.
نواز شريف پر ځان لګېدلي تورونه په وار وار رد کړي دي او هغه قضیه سیاسي بولي.