د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې د راکټ مرمۍ چاودنې ۸ تنه وژلي دي


د سیند په کندکوټ کې د پولیسو یو ګاډی د عملیاتو پر مهال له پټیو تېرېږي - پخوانی انځور.
د سیند په کندکوټ کې د پولیسو یو ګاډی د عملیاتو پر مهال له پټیو تېرېږي - پخوانی انځور.

د سیند صوبې د کشمور ضلعې په کندکوټ سیمه کې د راکټ مرمۍ چاودېدو اته کسان وژلي او درې یې ژوبل کړي دي.

د کشمور د کندکوټ د پولیسو مشر روحېل کوسه د سېپټېمبر پر ۲۷مه تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې پېښه د کند کوټ په مهوالشاه سيمه کې شوې او په وژل شويو کې پینځه ماشومان، دوه ښځې او یو سړی دی.

د پولیس چارواکي په خبره، له لومړنیو پلټنیو ښکاري چې ماشومانو د راکټ مرمۍ په پټي کې موندلې وه او کور ته یې وړې وه چې هلته وچاودېده.

بلخوا د سیند نګران اعلا وزیر مقبول باقر د پېښې نوټس اخیستی او د پولیسو له مشره یې د بشپړو پلټنو رپورټ غوښتی دی.

کوسه وویل پېښه د علي نواز نوم يوه تن په کور کې شوې ده او وژل شوي او زخمیان د یوې کورنۍ غړي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې په پټي کې د راکټ مرمۍ چا پرېښې وه خو پولیس وايي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG