د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا پوليسو د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون د ۱۳۵ مطلوبه کسانو لېسټ خپور کړی


پوليسو د تورنو کسانو په اړه معلومات ورکوونکو ته د نغد انعام ورکولو ژمنه کړې ده - پخوانی انځور
پوليسو د تورنو کسانو په اړه معلومات ورکوونکو ته د نغد انعام ورکولو ژمنه کړې ده - پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د هغو ۱۳۵ کسانو نوملړ (لېسټ) خپور کړی چې ورته د ترهګرۍ په فعاليتونو کې د لاسلرو په تور مطلوب دي.

پولیسو د دغو کسانو په اړه معلومات ورکوونکو ته د نغد انعام ورکولو ژمنه کړې ده.

سي ټي ډي د سېپټېمبر پر ۲۸مه په بیان کې ويلي چې په مطلوبو کسانو کې د ډېره اسماعيل خان يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي چې په اړه یې معلومات ورکوونکو ته درې، درې لکه روپۍ انعام ورکوي.

البته پولیسو وضاحت نه دی کړی چې پر هغه ښځه او ماشوم مشخصاً کوم تور پورې شوی دی او نه هم په لېسټ کې شاملو نورو تورنو کسانو په اړه دا ويل شوي چې د کومې وسلوالې ډلې غړي دي.

خو بیان زیاتوي چې پر مطلوبو کسانو د ترهګرۍ، هدفي وژنو او باج اخیستو تورونه دي.

تر ټولو لوی انعام پر دوو کسانو اېښوول شوی دی او ژمنه شوې ده چې د هغوی په اړه معلومات ورکوونکو ته به ۱۰ مېليونه روپۍ ورکول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG