د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د خبريالانو مرکز دعوه کړې چې طالبانو "نسيم راډيو" تړلې ده


د نسیم راډیو یو خبریال د خپرونې پر مهال - پخوانی انځور
د نسیم راډیو یو خبریال د خپرونې پر مهال - پخوانی انځور

د افغانستان د خبریالانو مرکز دعوه کړې چې د طالبانو استخباراتو په دایکندي ولايت "نسیم راډیو" تړلې او د هغې ادارې خبریالان یې هم د لنډ وخت لپاره بندیان کړي ول.

مرکز د سېپټېمبر پر ۲۸مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې طالبانو د سېپټېمبر پر ۲۷مه شپې مهال د نسيم راډيو مدير او دوه خبریالان خوشې کړل خو د راډيو نشريات يې لا هم بند ساتلي دي. په بيان کې له طالبانو غوښتنه شوې چې د راډيو د تړلو سبب دې واضحه او د خپرونو اجازه دې ورکړي.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي. البته تر دې وړاندې یې حکومتي ویاند ذبیح‌ الله مجاهد ويلي ول چې په افغانستان کې د قانون په چوکاټ کې د رسنیو د ازادۍ ضمانت ورکوي، خو د هغو رسنیو د خپرونو مخه یې نیولې چې په ادعا یې، "د افغانستان اسلامي او کلتوري ارزښتونه‌" نه مراعتوي.

د ۲۰۲۱ز کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي، ډېری خبریالان له هغه هېواده وتلي او لسګونه رسنۍ هم بندې شوي چې اقتصادي ستونزې او د طالبانو له لوري محدودیتونه يې اصلي لاملونه بلل کېږي.

د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فېدراسیون په ۲۰۲۲ز کال کې ويلي ول چې یوازې د شپږو میاشتو په موده کې په افغانستان کې د ۶۲۳ افغان رسنیو له ډلې ۳۱۸ بندې او تر ۲،۵۰۰ ډېر خبریالان بې‌ دندو شوي ول.

XS
SM
MD
LG