د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له نیو زیلینډ او افغانستان له جنوبي افریقا سره د کرکټ سیالۍ لري


په هند کې کارکوونکي د ۲۰۲۳ز کال د کرکټ نړیوال جام نندارې ته ږدي - د سېپټېمبر ۱۵مې انځور.
په هند کې کارکوونکي د ۲۰۲۳ز کال د کرکټ نړیوال جام نندارې ته ږدي - د سېپټېمبر ۱۵مې انځور.

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ د نړيوال جام تر پیلېدو مخکې پاکستان له نيو زيلینډ، افغانستان له جنوبي افريقا او بنګلادېش له سري لنکا سره تمريناتي لوبې کوي.

د سېپټېمبر ۲۹مې سیالۍ د هند په بېلابېلو ښارونو کې د پېښور پر وخت ماسپښين یوه نیمه او د کابل پر يوه بجه پیلېږي.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ رسماً د اکتوبر پر پينځمه پيلېږي او پایلوبه به یې د نومبر پر ۲۰مه کېږي.

په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې په لومړي پړاو کې یې هره لوبډله له نورو سره لوبېږي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او په پای کې به یې دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.

XS
SM
MD
LG