د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن په روسیه کې د افغانستان په اړه غونډه کېږي


په مسکو کې په نړیواله غونډه کې د طالبانو استازي شریک دي ـ پخوانی انځور.
په مسکو کې په نړیواله غونډه کې د طالبانو استازي شریک دي ـ پخوانی انځور.

د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د افغانستان په اړه د "مسکو فارمېټ" شپږمه غونډه کېږي.

د سېپټېمبر د ۲۹مې په غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او د مرکزي اسیا د یوشمېر هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوی هم په غونډه کې د ګډون لپاره درې ورځې مخکې مسکو ته رسېدلی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو فارمېټ هغه غونډه یوې "سیاسي مباحثې" ته ورته بللې او ټینګار یې کړی چې طالب استازي باید له قومي او سیاسي پلوه د یو ټولشموله حکومت د جوړېدو ډاډ ورکړي.

تاس خبري اژانس د سېپټېمبر پر ۲۸مه د کابلوف په حواله ویلي، که طالبان د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په تړاو د نړیوالو غوښتنې ځواب کړي، ښايي روسیه یې په رسمیت وپېژني.

بلخوا متقي د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې له خپلو ډېپلوماټانو سره په کتنه کې وویل، حکومت یې له نړۍ سره یې دوه ستونزمن مسایل لرل چې یو یې د امنیت او بل یې د مخدره یا نشه يي موادو د قاچاق موضوع وه.

نوموړي ادعا وکړه، چې اوس هغه دواړې ستونزې هوارې شوي او په خبره یې پاتې نور مسایل د افغانستان کورني موضوعات دي او په بهرنیانو پورې اړه نه لري.

XS
SM
MD
LG