د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هند کې د افغانستان سفارت فعالیت دروي


په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت ودانۍ پخوانی انځور.
په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت ودانۍ پخوانی انځور.

په هند کې د افغانستان سفارت په نوي ډیلي کې سفارتي چارې دروي خو په ممبۍ او حیدر اباد کې خپل فعالیتونه جاري ساتي.

دا خبره په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي د سېپټېمبر پر ۲۹مه وایر نومي هندۍ رسنۍ ته کړې.

تر دې وړاندې د یاد سفارت یوې سرچینې هم د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته د یوه مکتوب د کاپي په استول، د دې خبر پخلی کړی وو.

د رسنیو په وینا، په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګې هغه رپورټونه رد کړي چې ګواکې په هند کې به د افغانستان ټول ډیپلوماټیک ماموریتونه وتړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG