د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ تر نړیوال جام مخکې دوه تمریناتي سیالۍ کېږي


په ګجرات کې له نرېندرا مودي کرکټ لوبغالي سره نېږدې د نړیوال جام یو انځور لګېدلی دی - د سېپټېمبر ۳۰مې انځور.
په ګجرات کې له نرېندرا مودي کرکټ لوبغالي سره نېږدې د نړیوال جام یو انځور لګېدلی دی - د سېپټېمبر ۳۰مې انځور.

د کرکټ د ۵۰ اووره نړیوال جام تر پیلېدو مخکې انګلستان (انګلینډ) او بنګلادېش او نیو زیلینډ او جنوبي افریقا یو بل ته په تمریناتي سیالیو کې مخامخېږي.

ټاکل شوې چې د اکتوبر پر دویمه دواړه سیالۍ د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شي.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه دوه تمریناتي سیالۍ چې یوه یې د هند او انګلستان ترمینځ وه د باران له وجې و نه شوه او دویمه سيالي چې د اسټراليا او نېدرلینډز (هالینډ) ترمینځ وه، لومړی د ورښت له وجې ۲۳ اوورونو ته محدوده شوه، خو بیا بې نتیجې ختمه شوه.

د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو د نړیوال جام لوبې د اکتوبر له پینځمې په هند کې پېلېږي او د نومبر تر ۱۹مې به دوام لري.

پاکستان لومړۍ لوبه د اکتوبر پر شپږمه له نېدرلینډز سره کوي او افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر پر اوومه له سري لنکا سره لري.

XS
SM
MD
LG