د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو مشر د ترکیې په مرکز انقره کې برید غندلی دی


 د اکتوبر په لومړۍ نیټه پولیس په انقره کې تر برید وروسته د کورنیو چارو وزارت ته نېږدې ولاړ دي.
د اکتوبر په لومړۍ نیټه پولیس په انقره کې تر برید وروسته د کورنیو چارو وزارت ته نېږدې ولاړ دي.

د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د کورنیو چارو پر وزارت د شوي برید په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

نوموړي د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر اېکس چې پخوانی نوم یې ټویټر وو، لیکلي دي چې ناټو د ترهګرۍ ضد جګړه کې له ترکیې سره ولاړه ده. هغه په برید کې د دوو زخمي شوو پولیسانو د زر او پوره درملنې هیله هم ښوولې ده.

چارواکي وایي د اکتوبر په لومړۍ، دوه بریدګرو چې چاودېدونکي توکي یې له ځان پورې تړلي ول او د ترکیې کورنیو چارو وزارت ته د ننوتو پر مهال یې چاودنه وکړه. هغه مهال د اوړي له رخصتیو وروسته د پارلیمان غونډه هم روانه وه.

د سرکاري ټېلېویژن ټي ار ټي په وینا، د پارلیمان د غونډې په ایجنډه کې د سویډن په ناټو کې د شاملېدو د غوښتنلیک په لړ کې د رایې په اړه هم بحث کیده. د کردانو وسله والې ډلې (پي کې کې) د دې حملې ذمه واري منلې ده. د نړۍ په ګڼو هېوادونو او ترکیې دا ډله د ترهګرې وسله والې ډلې په توګه پيژني.

XS
SM
MD
LG