د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير ويلي له افغانستان او ايران سره پر پولو په قاچاق کې د ښکېلو امنيتي ځواکونو پرضد به کاروايي کوي.
سرفراز بګټي د اکتوبر پر دويمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په دې کې هېڅ شک نه شته چې په وروستيو کې په قاچاق کې د هغه هېواد سرحدي ځواکونه لاس لري خو پوځ به هغوی ته سزا ورکوي. نوموړي د دغو امنيتي سرتېرو شمير په ډاګه نه کړ خو زیاته یې کړه چې د هغوی پرضد به د پوځ دننه عدالتي کاروايي (کورټ مارشل) کېږي.
تر اوسه پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي خو بګټي زیاته کړه چې د پوځ مشر جنرال عاصم منير ويلي چې په قاچاق کې لاس لرونکو پوځيانو ته به سزا ورکول کېږي.
بګټي زیاته کړه چې د اګست له میاشتې راهیسې یې د نشه یي توکو د قاچاق ۲۴۲ قضیې ثبت کړي او د غيرقانوني پيسو د ليږد کاروبار کوونکو پر ضد یې ۱،۰۶۸ ايف ای ار يا د پېښو لومړي راپورونه درج کړي دي.