د اېټالیا له وینس ښار سره نېږدي په ټرافیکي پېښه کې ۲۱ تنه وژل شوي دي.
چارواکي وایي د اکتوبر پر درېیمه د سیلانیانو یو بس له لوړ سړکه پرېوت چې پکې ۱۸ تنه ژوبل هم شول.
د وینس ښار یو چارواکي رېناتو بوراسو ویلي دي چې په وژل شویو کې دوه ماشومان دي او په ژوبلو کې د څلورو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
نوموړي وویل، له وژل شویو څخه یې ځینې اوکراینيان هم دي.
بوراسو زیاته کړه چې هغه سیلانیان د مېلې ځای ته په لار ول چې بس یې له لوړ سړکه پرېوت.