د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې وسلوالو یو دیني عالم وژلی دی


باجوړ کې تر دې وړاندې هم په هدفي وژنو او بمي چاودنو کې ديني عالمان او قبايلي او سياسي مشران وژل شوي دي ــ پخوانی انځور
باجوړ کې تر دې وړاندې هم په هدفي وژنو او بمي چاودنو کې ديني عالمان او قبايلي او سياسي مشران وژل شوي دي ــ پخوانی انځور

پولیس وايي، د باجوړ په شینکوټ سیمه کې وسلوالو یو ځايي دیني عالم وژلی دی.

د پولیسو چارواکو د اکتوبر پر څلورمه تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې مولانا طلا محمد د مازیګر لمانځه لپاره جومات ته پر لاره وو چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.

د چاراکو په وينا، نوموړی د شینکوټ په جومات کې امام وو او د جماعت اهلحدیث فرقې عالم وو.

پولیس زیاتوي چې د مولانا طلا محمد کورنۍ پر چا دعوه نه ده کړې او نه هم تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې د نوموړي د وژنې ذمه واري منلې ده.

په باجوړ کې تر دې وړاندې هم په وسلوالو بریدونو او چاودنو کې ولسي وګړي، سرکاري چارواکي او ځايي مذهبي، سیاسي او قبايلي مشرانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د جولای پر ۳۰مه د باجوړ په شنډي موړ سیمه کې د جمعيت علمای اسلام (ف) پر یوه غونډه په ځانمرګي برید کې ۶۵ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زيات ژوبل شوي ول. د هغه بريد ذمه واري اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) منلې وه.

باجوړ د ابادۍ له پلوه تر ټولو لویه قبایلي ضلع ده چې د افغانستان له کونړ ولایت سره ګډه پوله لري. هلته په ۲۰۲۲ز کال کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې وې چې پرضد یې پراخې مظاهرې، پرلتونه او جرګې وشوې.

په باجوړ کې په ۲۰۰۸ز کال کې پوځي عملیات شوي ول چې په نتیجه کې یې پوځ سیمه له وسلوالو پاکه اعلان کړې وه او تر هغې وروسته ګڼې بې کوره شوي خلک خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شوي ول.

XS
SM
MD
LG