په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام سیالۍ پیل شوې دي.
د اکتوبر پر پینځمه، د هند د ګجرات ایالت د احمد اباد ښار په نرېندرا مودي لوبغالي کې د انګلستان (انګلینډ) او نیو زیلينډ تر مينځ د جام لومړۍ سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر يوه بجه پیل شوه.
د نیو زیلنډ لوبډلې پچه وګټله خو لومړی یې د بالېنګ (توپ ویشتنې) پرېکړه وکړه.
پاکستان به خپله لومړۍ سیالي د اکتوبر پر شپږمه د هالينډ (نېدرلينډز) پر وړاندې او افغانستان به يې د اکتوبر پر اوومه د بنګلادېش پر وړاندې کوي.
د ۵۰ اووره کرکټ نړيوال جام سيالۍ هر څلور کاله وروسته کېږي. انګلستان په ۲۰۱۹ز کال کې نیو زيلينډ ته په ماتې ورکولو د نړيوال جام پایلوبه ګټلې وه.
د کرکټ نړيوال جام سيالۍ به د نومبر تر ۲۰مې روانې وي. په دې سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.
د دې سياليو په لومړي پړاو کې به هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.