اوکرایني چارواکي وايي چې د هغه هېواد د ختیز خارکیف سیمې په یو کلي کې پر یوې چایخانې د روسیې په برید کې لسګونه کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي چې د اکتوبر پر پينځمه دا حمله په چایخانه کې د یو وژل شوي اوکرایني سرتېري تر جنازې مخکې د غونډې پر مهال شوې ده چې د اوکراین جګړې پر مهال له سختو خونړیو حملو یوه بلل کېږي.
ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي پر ټولنیزو شبکو په بیان کې ویلي دي چې په برید کې لږترلږه ۴۷ تنه وژل شوي دي.
هغه حمله د هسپانیې په غرناطه کې د اروپايي ټولنې سرمشریزې پر مهال شوې چې پکې زېلېنسکي پر خپل هېواد د روسیې د بې له پارونې یرغل پر وړاندې د مبارزې لپاره د لا زیاتې پوځي مرستو ترلاسه کولو هڅه کوي.
د خارکیف سیمه ییز والي اولېګ سېنېهوبوف ویلي دي چې په برید کې د یو شپږ کلن ماشوم په ګډون ۵۱ کسان وژل شوي دي.
د اوکراین د بیړنیو چارو ادارې ماخوستن مهال وویل چې د پېښې په ځای کې د خلکو د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي او په برید کې شپږ تنه ژوبل شوي هم دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هغه برید غندلی دی. روسیې لا په خارکیف کې د حملې په اړه څه نه دي ویلي.