د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰۲۳ز کال د سولې نوبېل جایزه ايرانۍ فعالې نرګس محمدي وګټله


د ۲۰۲۳ز کال د سولې نوبېل جایزې ګټونکې ایرانۍ فعاله نرګس محمدي ـ پخوانی انځور.
د ۲۰۲۳ز کال د سولې نوبېل جایزې ګټونکې ایرانۍ فعاله نرګس محمدي ـ پخوانی انځور.

په ايران کې د ښځو د حقونو فعالې نرګس محمدي د ۲۰۲۳ز کال د سولې نوبېل جایزه ګټلې ده.

هغې ته دا جایزه "په ایران کې پر ښځو د ظلم پرضد د مبارزې" پر سر ورکړل شوه.

د ناروې د نوبېل جايزې کمېټۍ نن (د اکتوبر پر شپږمه) اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ز کال د سولې جایزه د هغو سلگونه زرو کسانو مبارزه هم تسليموي چې "د ښځو پرضد د ایران د استبدادي حکومت د توپیري چلند او جبر د نګلارو پر وړاندې یې مظاهرې کړې دي."

۵۱ کلنه نرګس محمدي دا وخت د ايران په بدنامه اېوين زندان کې بندي ده. هغه تر دې وړاندې هم څو ځلې زنداني شوې او د لسګونه کلونو په بند محکومه شوې ده.

په ایران کې د حکومت پرضد مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې د حجاب د سم نه مراعتولو په تور یوه ۲۲کلنه نجلۍ مهسا امیني په مبینه ډول د پولیسو په حراست کې ووژل شوه. ایرانيو چارواکو د ناکراریو په ځواب کې د لاریونونو پر وړاندې سخت غبرګون وښود چې سلګونه کسان پکې ووژل شول.

د سولې نوبېل جایزه، د ناروې د پارلېمان له خوا ټاکل شوي کارپوهان ورکوي. د جايزې ګټونکي ته یو ميلیون ډالره انعام ورکول کېږي.

جایزې ته د افغانستان د انساني حقونو فعالې محبوبې سراج په ګډون د بیلاروس حکومت مخالفه جلا وطنه مشره سویتلانا سيخه نوسکایا هم نوماندانې وې.

XS
SM
MD
LG