د لاسرسي ځای

تازه خبر

نرګس محمدي وایي نوبېل جایزې یې د جبر خلاف هوډ پیاوړی کړی دی


۵۱ کلنه نرګس محمدي دا وخت د ايران په زندان کې ده: انځور له ارشیفه
۵۱ کلنه نرګس محمدي دا وخت د ايران په زندان کې ده: انځور له ارشیفه

د سولې نوبیل جایزه ګټونکې ایرانۍ فعاله نرګس محمدي وایي، هغې جایزې یې د جبر پر خلاف د مبارزې هوډ پیاوړی کړی دی.

هغه وایي د دې لپاره هغه په زندان کې خپل پاتې عمر تېرولو ته هم تیاره ده.

د نرګس محمدي يو بيان چې هغې ته له سولې جايزې ورکولو وروسته نيويارک ټايمز ورځپاڼې خپور کړی، نوموړې پکې ویلي چې هغه به د جمهوريت، ازادۍ او برابرۍ لپاره خپله مبارزه کله هم ونه دروي.

نرګس وايي چې د ايران له زړورو میندو سره به يو ځای د جابرانه مذهبي حکومت د بې رحمه توپيري چلند، ظلم او جنس پر بنياد د جبر خلاف تر هغو مبارزه جاري ساتي، تر څو يې مېرمنې ازادې کړي نه وي.

د ناروې د نوبېل جايزې کمېټۍ د اکتوبر پر شپږمه اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ز کال د سولې نوبیل جایزه ايران کې د ښځو د حقونو فعالې نرګس محمدي ګټلې ده.

هغې ته دا جایزه "په ایران کې پر ښځو د ظلم پرضد د مبارزې" پر سر ورکړل شوه.

۵۱ کلنه نرګس محمدي دا وخت د ايران په زندان کې ده. هغه تر دې وړاندې هم څو ځلې زنداني شوې او د لسګونه کلونو په بند محکومه شوې ده.

په ایران کې د حکومت پرضد مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې د حجاب د سم نه مراعتولو په تور یوه ۲۲کلنه نجلۍ مهسا امیني په مبینه ډول د پولیسو په حراست کې ووژل شوه. ایرانيو چارواکو د ناکراریو په ځواب کې د لاریونونو پر وړاندې سخت غبرګون وښود چې سلګونه کسان پکې ووژل شول.

د سولې نوبېل جایزه، د ناروې د پارلېمان له خوا ټاکل شوي کارپوهان ورکوي. د جايزې ګټونکي ته یو ميلیون ډالره انعام ورکول کېږي.

جایزې ته د افغانستان د انساني حقونو فعالې محبوبې سراج په ګډون د بیلاروس حکومت مخالفه جلا وطنه مشره سویتلانا سيخه نوسکایا هم نوماندانې وې.

XS
SM
MD
LG