د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان بنګلادېش ته د ۱۵۷ منډو هدف ورکړ


د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ لوبې یو مخکینی تصویر
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ لوبې یو مخکینی تصویر

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام سیاليو کې افغانستان بنګلادېش ته ۱۵۶ منډو هدف ورکړی دی.

د دې لوبې پچه بنګلادېش وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه، افغانستان که څه هم ښه پیل درلود، خو ټول لوبغاړي یې په ۳۸ اورونو کې وسوځېدل.

رحمن الله ګربز تر ټولو زیاتې ۴۷ منډې جوړې کړې. ابراهیم ځدراڼ ۲۲، رحمت شاه ۱۸، حشمت الله ۱۸، نجیب الله ځدراڼ ۵، محمدنبي ۶، عظمت الله عمرزي ۲۲، راشدخان ۹ او مجیب الرحمن یوه منډه جوړه کړه.

نوین الحق پرته له کومې منډې وسوځېد او فضل حق فاروقي بیا ناسوځېدلی پاتې شو.

د بنګلادېش په توپ اچونکو کې شکیب الحسن او مهدي حسن درې درې افغان لوبغاړي وسوځول.

اوس بنګلادېش لوبډله د افغانستان لخوا د ټاکل شوي ۱۵۷ منډو هدف لپاره په میدان کې ده.

د اکتوبر پر اوومه دویمه سیالي د سویلي افریقا او سریلانکا ترمنځ ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG